ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي ایران د پارلمان د ملي امنیت او د بهرنیو اړیکو د کمیسیون غړی فداحسین مالکی په تهران کې د پاکستان له سفیر رحیم حیات قریشی سره په لیدنه کې د ټولو قومیتونو په شتون سره د ټول شموله حکومت جوړېدا د افغانستان د ننګونو حل لاره وباله او زیاته یې کړه: په افغانستان کې د امریکایانو د ۲۰ کلن شتون د دې هیواد د مظلوم ولس لپاره له کډولی او بې ځایه کېدو پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې.
مالکې د ایران او پاکستان تر مینځ فرهنګي او تاریخي اشتراکاتو ته په اشارې سره، وویل: په مختلفو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د ژورو اشتراکاتو جړې د دوه اړخیزو همکاریو تر مینځ مناسبه زمینه برابروي.
د اسلامي ایران د ملي امنیت او د بهرنیو اړیکو د کمیسیون غړی د دواړو هیوادونو د پارلماني استازو تګ او راتګ د اړیکو د پراختیا لپاره مهمي وبللې. رحیم حیات قریشی د افغانستان مساله د افغان ځورېدلي ولس د ستونزو د حل په موخه د اسلامي هیوادونو د همپالنې او یووالې لپاره یو فرصت وباله او تاکید یې وکړ چي د سیمي د هیوادونو ننګونې باید د پردیو له لاسووهنو پرته حل کړای شي.